سياستمهم خبرونه
تحریک انصاف د «ازادۍ يا مرګ» تر شعار لاندې د پراخو اعتراضونو چمتووالی نيسي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي چې په ټول هېواد کې د عامو او پراخو اعتراضونو د ترسره کولو لپاره يې د سلا مشورو لړۍ پيل کړې ده او ټاکل شوې ده چې دا اعتراضونه د «ازادۍ يا مرګ» تر شعار لاندې ترسره شي.
پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې د دغو اعتراضونو د چمتووالي په لړ کې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزير، سهيل افرېدي لپاره ځانګړی کانټينر تیار شوی دی.
د راپورونو له مخې، د «ازادۍ يا مرګ» شعار په غټو تورو د دې کانټینر پر مخکيني برخه ليکل شوی او اټکل کېږي چې که اعتراضونه ترسره شي، له دغه کانتینر څخه به د مرکزي سټېج په توګه کار واخيستل شي.
تر اوسه د اعتراضونو دقيق وخت، ځایونو او د پراخوالي په اړه د تحریک انصاف د مشرانو له لوري رسمي جزئيات نه دي خپاره شوي.




