مهم خبرونهنړیوال

په کاراکاس کې د مادورو د آزادۍ غوښتنې پراخ لاريونونه وشول

د سه‌شنبې په ورځ زره‌ګونه د وېنزویلا اوسېدونکي د دغه هېواد په پلازمېنه کاراکاس کې د اعتراض په یوه غونډه کې راټول شول او د ولسمشر نیکولاس مادورو د آزادۍ او بېرته ستنېدو غوښتنه یې وکړه.

د راپورونو له مخې، معترضینو د «وېنزویلا نیکولاس ته اړتیا لري» په شعار سره د ښار په بېلابېلو برخو کې لاريونونه وکړل. د ګډونوالو له ډلې ځینو د نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې سیلیا فلورس انځورونه له ځان سره لېږدول، چې د دوی په وينا دواړه يوځای تښتول شوي دي.

په دې غونډه کې ډېری ګډونوالو سره جامې اغوستې وې او د وېنزویلا ملي بیرغونه یې په بېلابېلو سیمو کې پورته کړي وو، هغه نښې چې د دوی د ولسمشر د ملاتړ څرګندونه یې کوله.

یو ګډونوال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د خلکو تر منځ د «ګنګستيا، خپګان او غوسې» احساس خپور دی. هغه زیاته کړه چې د مادورو نیول د خلکو د سړکونو ته د وتلو اصلي لامل دی، خو د نا امیدۍ او بې‌باورۍ سره سره، د ولسمشر د آزادۍ هیله لا هم د معترضینو په منځ کې ژوندۍ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button