په بدخشان کې يو خصوصي راډيو خپل فعاليت پيل کړ

يو خصوصي راډيو په بدخشان ولايت کې رسماً پرانيستل شو. د دې راډيو مسؤلین وايي، دا رسانه د سيمهييزو اطلاعاتو د پراخېدو او مسلکي ژورنالېزم د پياوړتيا په موخه جوړه شوې ده. د هغوی په وينا، د دې راډيو له پيل سره لس کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د دغه راډيو مسؤلين زياتوي چې د خپرونو تمرکز به پر عامه پوهاوي، د سيمهييزو پېښو انعکاس او د بدخشان د اوسېدونکو د اړتیاوو او ستونزو د بيان پر موضوعاتو وي. هغوی ټينګار وکړ چې هڅه کېږي خپرنيز مواد د مسلکي ژورنالېزم له اصولو سره سم چمتو او خپاره شي.
بدخشان د هېواد له هغو غرنیو ولايتونو څخه دی چې په ډېرو سيمو کې د بېلابېلو اطلاعاتي سرچينو لاسرسی محدود پاتې شوی دی. د يوه سيمهييزې رسنۍ جوړېدل کولای شي د معلوماتو په لېږد او د بدخشان د اوسېدونکو د غږ په انعکاس کې مهم رول ولوبوي.
دا راډيو د طالبانو د ادارې له واکمنېدو وروسته په بدخشان کې لومړۍ خصوصي خپرندويه څانګه ده. دا په داسې حال کې ده چې د وروستيو کلونو په ترڅ کې د آزادو رسنيو فعاليتونه له جدي محدوديتونو او ننګونو سره مخ دي، خو د مطبوعاتي ټولنې غړي تل ټينګار کوي چې بايد د خبرنگارانو او رسنيو لپاره خوندي او ازاد چاپېريال برابر شي، څو وکولای شي بې له فشار او سانسور څخه خپل کار ته دوام ورکړي.




