اقتصادمهم خبرونه

په تاشقرغان درې کې د وارداتي برېښنا پرېکېدو سره کابل هم بې برېښنا شو

د برشنا شرکت وايي چې د تاشقرغان درې په سیمه کې د وارداتي برېښنا مزی د سخت طوفان له امله پرې شوی او له دې کبله د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو برېښنا هم موقتاً قطع شوې ده.

د دې شرکت ویاند محمدصادق حق‌پرست ویلي، دا پېښه د طوفان په پایله کې رامنځته شوې او د هېواد ځینو برخو ته د وارداتي برېښنا انتقال یې درولی دی.

نوموړي زیاتوي چې تخنیکي ډلې له پلخمري او مزارشریف څخه سیمې ته استول شوې دي څو د ستونزې څېړنه وکړي او د برېښنا د بیا نښلولو بهیر هر څومره ژر ممکن عملي کړي.

تاشقرغان درې د هېواد په شمال کې د برېښنا د انتقال له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او د دې سیمې د برېښنا مزو هر ډول زیان کولای شي د څو ولایتونو د برېښنا پر تأمین اغېز وکړي. برشنا شرکت لا د برېښنا د بېرته نښلولو د دقیق وخت په اړه څه نه دي ویلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button