د روژې له رارسېدو سره د فقر زیاتوالی؛ د کابل اوسېدونکي د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کوي

په داسې حال کې چې د روژې میاشت نېږدې کېږي، یو شمېر د کابل اوسېدونکي وايي، د فقر او بېکارۍ زیاتوالي د هغوی د ژوند لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته جدي ستونزې رامنځته کړې دي. د دوی په وینا، د خوراکي توکو او ورځنیو لګښتونو برابرولو ناتواني د کورنیو اقتصادي فشارونه دوه چنده کړي او د بیړنیو مرستو اړتیا یې زیاته کړې ده.
دغه اوسېدونکي له مرستندویو بنسټونو او د طالبانو د حکومت له مسؤلینو غواړي چې د روژې تر را رسېدو مخکې، د اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره عملي او بیړني پروګرامونه عملي کړي. هغوی ټینګار کوي چې تکراري ژمنې پرته له روښانه اقدامه د خلکو له ستونزو نه دي کمې کړې او د ډېرو کورنیو اقتصادي وضعیت لا هم بحراني دی.
له بلې خوا، د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویلي چې د فقر او بېکارۍ د کمولو لپاره یې طرحې تر کار لاندې دي. د دې وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب ویلي، د اقلیمي بدلونونو، پرلهپسې وچکالۍ او اقتصادي بندیزونه د اوسني وضعیت له مهمو لاملونو څخه دي او د اقتصادي وضعیت ښهوالی ملي او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه چې د زراعت او مالدارۍ سکتور ملاتړ، د کورني تولیداتو زیاتول، له وارداتو څخه د انحصار کمول او د اوبو او زېربناوو مدیریت د وزارت د لومړیتوبونو له جملې څخه دي. خو تر اوسه پورې د دغو پروګرامونو د عملي کولو څرنګوالی او دقیق مهالویش نه دی څرګند شوی.
په همدې حال کې، یو شمېر اقتصادي څېړونکي ټینګار کوي چې بې له عملي پلانونو، د منابعو د شفاف مدیریت او واقعي پانګونې څخه، د فقر او بېکارۍ کمول ناشونې دي. اقتصادي کارپوه قطبالدین یعقوبي وايي چې په لویو زېربنایي پروژو پانګونه او د وړو کاروبارونو هدفمند ملاتړ کولای شي دایمي دندې رامنځته کړي او د کورنیو د مقطعي مرستو پر اړتیاوو راکم کړي.
په نړیواله کچه، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې له خپلو همکاریانو سره یوځای د ۲۰۲۶ میلادي کال لپاره پلان جوړوي څو د افغانستان د زیانمنو خلکو بیړنیو اړتیاوو ته رسیدګي وکړي. د روان اقتصادي کړکېچ او محدودیتونو په دوام سره اټکل کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې به د کورنیو اړتیاوې لا زیاتې شي.




