په نیول شويو سیمو کې د نفوس د ودې کچه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده

صهیونېستي رسنۍ وایي چې د روان میلادي کال په ترڅ کې په نیول شويو سیمو کې د نفوس د ودې کچه بېساري ټیټه شوې ده؛ هغه وضعیت چې د څېړنیزو بنسټونو په وینا، د برعکس مهاجرت زیاتوالی او د سیمې د اوسېدونکو وتلو پایله ده.
د اورشلیم پست ورځپاڼې د تاوپ څېړنیز مرکز د موندنو له مخې راپور ورکړی چې له ۱۹۵۰مو کلونو را وروسته، د نفوس د ودې په منځني کچه کې ښکاره کمښت نادره پېښه وه، خو د دغه رژیم په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د نفوس وده تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلې ده.
د راپور پر بنسټ، د نفوس د ودې کچه چې په تېرو کلونو کې همېشه له ۱.۵ سلنې پورته وه، په ۲۰۲۵ کال کې له یوې سلنې ښکته شوې او یوازې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان د دې سیمې نفوس ته ور زیات شوي دي.
تاوپ مرکز ټینګار کړی چې د برعکس مهاجرت زیاتوالي لامل شوی څو د هغو کسانو شمېر چې له نیول شويو سیمو څخه وځي، د راتلونکو مهاجرینو له شمېر څخه ډېر شي. د چارو کارپوهان اقتصادي ستونزې، د کار بازار وضعیت او سیاسي تحولونه د دې بهیر اصلي عوامل ګڼي.
په همدې حال کې، د مقاومت د ځواکونو د عملیاتو له امله د ناامنۍ پراختیا او پر غزې د دوه کلنې جګړې منفي پایلې هم د هغو مهمو عواملو په توګه یادېږي چې له کبله یې د صهیونېستو اوسېدونکو تېښته نوره هم زیاته شوې ده. دغه وضعیت د سیمې د راتلونکي نفوس په اړه ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.




