مهم خبرونهنړیوال
پاپ ليو څوارلسم: د ونزويلا روان حالت د اندېښنې وړ بولم

پاپ ليو څوارلسم ويلي چې د ونزويلا روانو بدلونونو ته د اندېښنې په سترګه ګوري او ټينګار يې کړی چې دا هېواد بايد خپلواکه پاتې شي.
د الجزيرې د راپور له مخې، د نړۍ د کاتوليکانو مشر د وروستيو پېښو په غبرګون کې، پرته له دې چې د امريکا د پوځي اقدام له امله پر ونزويلا نيوکه يا غندنه وکړي، د دغه هېواد د خلکو پر ګټو ټينګار وکړ.
په همدې حال کې هغه د ونزويلا د ولسمشر نيکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې نيويارک ته د جبري لېږد په اړه هېڅ انتقادي څرګندونې ونه کړې او په دې اړه يې يو محتاط دريځ اختيار کړ.
پاپ ليو څوارلسم زياته کړه چې «د ونزويلا د خلکو خير او هوساينه بايد له هرې بلې مصلحتسنجۍ څخه مخکې وي»، هغه څرګندونې چې د دې هېواد د بشري حالت په اړه د اندېښنو په چوکاټ کې مطرح شوې.




