مهم خبرونهنړیوال

پاپ لئو څوارلسم د اسراییلو کړنې وغندلې، د دوه‌دولتي حل له رد سره مخالفت وښود

د کاتولیک کلیسا مشر پاپ لئو څوارلسم د یکشنبې په ورځ لبنان ته د خپل رسمي سفر په پیل کې د اسراییل د چلند کلکه غندنه وکړه او ویې ویل چې دغه رژیم د فلسطین د شخړې د حل یوازینۍ لاره، یعنې د دوه‌دولتي حل پر وړاندې ژمنتیا نه لري.

پاپ لئو څوارلسم چې بیروت ته د خپل الوتنې پر مهال له ژورنالیستانو سره خبرې کولې، څرګنده کړه چې اسراییل ښکاره توګه د دوه‌دولتي حل طرحه ردوي، حال دا چې دا یوازینۍ لاره ده چې کولای شي په سیمه کې سوله او ثبات راولي. دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د فلسطین او اسراییل ترمنځ شخړه یو ځل بیا د تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ لوړې کچې ته رسېدلې ده.

ټاکل شوې پاپ لئو څوارلسم د ۴۸ ساعتونو لپاره د لبنان په پلازمېنه کې پاتې شي. دا لیدنه د هغه لومړۍ رسمي بهرنۍ سفر دویم پړاو بلل کېږي، چې له تېرې مې میاشتې راهیسې د پاپ په توګه ټاکل کېدو وروسته یې پیل کړی. تر دې وړاندې هغه د ترکیې سفر هم کړی و.

پاپ د دې سفر په لړ کې د لبنان له لوړپوړو چارواکو، لکه ولسمشر جوزف عون، لومړي وزیر نواف سلام او د پارلمان له رییس نبیه بري سره کتلي او خبرې یې کړې دي. نوموړي په یوه عمومي وینا کې د لبنان خلکو ته په خطاب کې له کړکېچونو سره د هغوی د مقاومت او زغم ستاینه وکړه او هغوی یې داسې ولس وباله چې د هغوی ګډه ژبه هیله ده.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر ټینګار وکړ چې تلپاتې سوله هغه مهال ترلاسه کېدای شي، چې راتلونکې ته د خیر پر شر د بري له لیدلوري وکتل شي. هغه زیاته کړه چې په ټولنو کې ځیني زخمونه شته چې که درملنه یې و نه شي، نو نسلونه به پرې اغېزمن شي. د هغه په باور، سوله هغه وخت منځته راځي، کله چې خلک د قربانۍ روحیه ولري او د ستونزو پر وړاندې شا نه کړي.

دا څرګندونې پر داسې مهال شوي چې د طالبانو ادارې له طالبانو سره د سرتاسري سولې او ملي روغه جوړې لپاره هېڅ ځای نه دی پرېښی. د طالبانو له خوا د سخت‌دریځو چلندونو او انحصاري سیاستونو له امله، اوس یوازینۍ لاره دا ده چې د افغاني تنوع، بین‌الافغاني خبرو او د ټولو هیوادوالو د حقونو درناوی وشي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button