روغتيامهم خبرونه

په افغانستان کې د پولیو واکسیناسیون نوۍ دوره پيل شوه

د افغانستان د پولیو څخه خلاصې ټولنې سازمان اعلان کړی چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ پر ضد د واکسیناسیون نوې دوره د دوشنبې په ورځ، د قوس میاشتې په ۲۴مه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پيلېږي. دا اقدام په داسې حال کې حیاتي اهمیت لري چې د پولیو ویروس ګواښ لا هم په افغانستان کې دوام لري.

د دې اعلامیې له مخې، دا واکسیناسیون به د کور په کور بڼه د هلمند، کندهار، زابل، ارزگان، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات او کندز په ولایتونو کې ترسره شي، څو د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

افغانستان له پاکستان سره یوځای لا هم له هغو لږو هیوادونو څخه دی چې لا هم د ماشومانو د فلج ناروغۍ پېښې پکې ثبتېږي. دا وضعیت د عامې روغتیا په برخه کې د جدي ستونزو او ټولو ماشومانو ته د واکسیناسیون د برابر لاسرسي نشتوالي ښکارندويي کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان سږکال د عقرب په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې سره له دې چې په افغانستان کې د پولیو پېښې تر یوه حده راکمې شوې دي، خو د دې ناروغۍ د ویروس د خپریدو خطر په هغو سویل ولایتونو کې چې له پاکستان سره پوله لري، لا هم لوړ پاتې دی. په دې راپور کې ویل شوي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر دې دمه د پولیو ویروس نوې څلور پېښې ثبت شوې دي.

همدارنګه د همدې راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیله تر د سپتمبر تر ۱۷مې نېټې پورې، په افغانستان کې د پولیو نوع ۱ وحشي ویروس څلور نوې پېښې او په پاکستان کې ۲۴ پېښې ثبت شوې دي؛ دا شمېرې د اغېزمن پلان جوړونې، روڼتیا او له نړیوالو روغتیايي ادارو سره د طالبانو د حکومت د جدي همکارۍ اړتیا لا روښانه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button