دوهم سرلیکروغتيامهم خبرونه

د افغانستان په سوېل کې د پولیو دوامداره خپرېدل؛ د نړیوال روغتیا سازمان تازه خبرداری

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې د پولیو د وایرس د لومړي ډول (WPV1) انتقال په افغانستان کې لا هم روان دی او زیاتې پېښې د هېواد په سوېلي سیمو کې ثبت شوې دي. دا اداره په خپل تازه راپور کې چې د پولیو د بېړني کمېټې د څلور څلوېښتمې ناستې وروسته خپور شوی، ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې پنځه نوې پېښې ثبت شوې او وضعیت یې د اندېښنې وړ بللی دی.

په دغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ، د حوت په ۱۳مه خپور شوی، راغلي چې د پولیو د وایرس انتقال په سوېل او ختیځ افغانستان کې زیات شدت لري. د روغتیا نړیوال سازمان د سوېلو سیمو د پېښو د زیاتوالي علت د واکسین د ناکافي پوښښ او د کور په کور د کمپاینونو د محدودیتونو پایله بللې ده؛ هغه محدودیتونه چې د طالبانو د ادارې پر مهال زیات شوي او د واکسین ډلو ته یې د ماشومانو ته د لاسرسي ستونزې راولاړې کړي دي.

بیړنۍ کمېټې همدارنګه د ښځینه روغتیایي کارکوونکو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د ښځو نشتوالی په واکسیني ډلو کې، په ځانګړي ډول په محافظه‌کارو سیمو کې، د کوچنیانو ته د لاسرسي جدي ننګونې رامنځته کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونه په افغانستان کې تل د ښځینه کارکوونکو په پراخې ونډې پورې تړلي دي ترڅو کور په کور ماشومانو ته ورسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي چې افغانستان او پاکستان له اپیدېمیولوژیک پلوه یوه ګډه سیمه ګڼل کېږي، او د سرحدي کرښې دواړو خواوو ته د وایرس دوامداره انتقال د نورو هېوادونو ته د خپرېدو خطر زیاتوي. د تېر کال په جریان کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د وایرس ګډ انتقال ثبت شوی و.

دغه نړیواله اداره خبرداری ورکړی چې تر هغه چې پولیو په نړیواله کچه بشپړ له منځه نه وي وړل شوی، افغانستان به د وایرس د نړیوال انتقال له خطر سره مخ وي. د دې سازمان په باور، له پاکستان سره نږدې همغږي او د سرحدي سیمو د واکسیني پروګرامونو اغېزمن تطبیق د ناروغۍ د مهار لپاره حیاتي دی.

په عین وخت کې، د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د واکسین څخه اخیستل شویو مشتق وایرسونو (cVDPV) د زیاتېدو په اړه هم خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د پولیو د لا ډېر خپرېدو د مخنیوي یوازینۍ لار پراخ واکسین، دوامداره څارنه او د روغتیایي کمپاینونو پر وړاندې د خنډونو لیرې کول دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button