پزشکیان: ایران د جګړې لټه نه کوي، خو خپل دفاع ته چمتو ده

د ایران ولسمشر او د موقتي مشرانو شورا ویاند مسعود پزشکیان په یوه تلویزیوني پیغام کې خلکو ته وویل چې د شورا د پرېکړې له مخې، له دې وروسته به پر ګاونډیو هېوادونو هېڅ برید نه کېږي، پرته له دې چې له هغوی د ایران پر ضد حمله ترسره شي. نوموړي ټینګار وکړ چې دا پرېکړه وسلهوالو ځواکونو ته ابلاغ شوې او هدف یې په سیمه کې د نښتو د پراخېدو مخنیوی دی.
پزشکیان د خبرو په پیل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر، یو شمېر قوماندانانو او ملکي وګړو پر وژنې خواشیني وښوده او ویې ویل، دغه کسان د هوايي بریدونو له امله د ملکي اهدافو په نښه کولو کې وژل شوي دي. هغه دا پېښې د نړیوالو اصولو سرغړونه وبلله او ټینګار یې وکړ چې ایران به د قانوني او بشري چوکاټونو پابند پاتې شي.
د ایران ولسمشر له خلکو مننه وکړه چې د هېواد د تمامیت د دفاع لپاره یې ملاتړ کړی او زیاته یې کړه چې په اوسني وضعیت کې باید دننه اختلافات پرېښودل شي او ملي یووالی پیاوړی کړل شي. هغه څرګنده کړه چې د ایران بېقید او شرط تسلیم «نه شي تصور کېدای» او تهران به د خپل حاکمیت او خاورې دفاع وکړي.
ده همدارنګه له هغو ګاونډیو هېوادونو څخه چې د ده په وینا د ایران د غبرګون په ترڅ کې هدف ګرځېدلي، بښنه وغوښته او وویل چې تهران د هېڅ هېواد پر وړاندې د تجاوز نیت نه لري او ګاونډیان «ورونه» ګڼي. د هغه په وینا، ایران د دوامدارې سولې غوښتونکی دی او غوره بولي چې اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
پزشکیان د اوسني وضعیت په اړه وویل چې ایران د جګړې په حالت کې دی، خو حکومتي چارواکي هڅه کوي چې د خلکو د خدماتو بهیر ګډوډ نه شي. نوموړي له هغو ډلو او جریانونو غوښتنه وکړه چې ښايي د وضعیت څخه د استفادې هڅه وکړي، د تاوتریخوالي له زیاتولو ډډه وکړي او اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
په وروستیو ورځو کې د سیمې امنیتي او پوځي وضعیت وروسته له هغه ترینګلی شو چې د امریکا او اسراییلو لخوا د ایران پر خاورې پوځي بریدونه وشول او د ایران اسلامي جمهوریت پرې غبرګون وښود، چې له امله یې د جګړې د پراختیا اندېښنې زیاتې شوې دي.




