امنیت او پېښېمهم خبرونه

په پېښور کې ځانمرګي برید درې تنه ووژل

د پاکستان په شمال لویدیځ ښار پېښور کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې درې کسان وژل شوي دي. دا برید د سرحدي ځواکونو د قرارګاه مخې ته ترسره شوی او له سختو چاودنو سره مل و.

محلي پولیسو دې برید ته پخلی کړی او ویلي یې دي چې بریدګر غوښتل د سرحدي ځواکونو قرارګاه نښه وګرځوي، خو د امنیتي ځواکونو پر وخت مداخلې د دوی هڅه ناکامه کړه. راپورونه وايي چې د پېښې په سیمه کې دوه پرله‌پسې چاودنې شوې دي.

له دې برید وروسته، ټولې هغه سړکونه چې د سرحدي ځواکونو قرارګاه ته ځي، تړل شوي او د پولیسو او اردو لخوا د سیمې پاک‌سازي روانه ده. لا تر اوسه د ټپیانو کره شمېر نه دی ورکړل شوی، خو د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو اندېښنه شته.

دا ځانمرګی برید پر داسې مهال ترسره کېږي چې تېر میاشت هم د اسلام‌آباد او د خیبر پښتونخوا د وانا د افسرانو د پوځي ښوونځي شاوخوا ته ورته خونړي بریدونه شوي ول، چې لسګونه ولسي وګړي یې وژلي وو. د هغو بریدونو مسؤولیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی و.

په تېرو څو کلونو کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د وژونکو تاوتریخوالو لړۍ زیاته شوې ده. دا بریدونه نه یوازې د سیمې د اوسېدونکو امنیت ته ګواښ دی، بلکې د ترهګرو ډلو د بیا راپورته کېدو په اړه جدي خبرداری ګڼل کېږي. هم‌مهاله، پر افغانستان د ناامنۍ د غزېدو اندېښنه هم مخ په ډېرېدو ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button