پنتاګون په لاتینه امریکا کې د پټو عملیاتو د پراخولو لپاره نوې قوماندان وټاکه

رویټرز خبري آژانس ویلي، د امریکا د جنوبي قوماندانۍ لپاره د فرانک دونوان د نوماندۍ اعلان ښيي چې د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) تمرکز اوس د لاتینې امریکا په سیمه کې د پټو عملیاتو پر پراخولو شوی دی.
د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، فرانک دونوان چې دا مهال د ځانګړو عملیاتو د قوماندانۍ (SOCOM) مرستیال دی، د جنوبي قوماندانۍ (SOUTHCOM) د مشر په توګه نومولی دی. یاد قومانداني په لاتینې امریکا او د کارائېب په سیمه کې د امریکا په نظامي ځواکونو څارنه کوي. دا بدلون د پخواني قوماندان تر مخکې له وخته تقاعد وروسته راغلی دی.
سرچینو رویټرز ته ویلي، چې پخوانی قوماندان ادمیرال آلوین هولسي، د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست تر فشار لاندې دوه کاله وړاندې له خپل موقف څخه استعفا ورکړه. د دونوان نوماندي قانوناً د امریکا د سنا مجلس تایید ته اړتیا لري.
رویټرز زیاتوي، د دونوان د ځانګړو عملیاتو سابقه دا ښيي چې پنتاګون په پرلهپسې توګه د لاتینې امریکا په سیمه کې پر پټو ماموریتونو تمرکز زیات کړی دی. دا ټاکنه له هغه وروسته اعلان شوه، چې ولسمشر ټرمپ د امریکا د متحدو ځواکونو لوی درستیز هم له هغو چهرهوو څخه غوره کړه چې له ځانګړو عملیاتو سره تړاو لري.
د ټرمپ د حکومت نوې ملي امنیتي تګلاره د مونرو د دوکتورین پر احیا او د امریکا د نفوذ د پراخولو په لور لویدیځه نیمکره کې ټینګار کوي؛ دا تګلاره دا هدف لري چې چین ته د حیاتي سرچینو او پوځي تاسیساتو لاسرسی محدود کړي.
په عین وخت کې، د ټرمپ اداره د لاتینې امریکا پر چپلارو حکومتونو اقتصادي، سیاسي او نظامي فشارونه زیات کړي دي. واشنګټن په کارائېب سمندرګي کې، په ځانګړي ډول د وینزویلا له پولو سره نېږدې، خپلې نظامي حضور پراخ کړی او د مخدره موادو قاچاق پر ضد مبارزې په پلمه، پر عبوري کښتيو بریدونه کوي.
دا اقدامات په خپله د امریکا دننه هم له انتقادونو سره مخ شوي. داسې چې یو شمېر د کانګرس غړي، حتې د جمهوريپال ګوند غړي، د پنتاګون له خوا د کارائېب په سیمه کې پر کښتیو بریدونه له مشروعیت سره مخامخ بللي دي.




