د خیبر شبکې پر ضد د سایبري برید ادعا؛ پاکستاني رسنیو ته د پیمرا بیړنی خبرداری

د پاکستان د برېښنايي رسنیو د تنظیم اداره (پیمرا) وروسته له هغه د امنیتي خبرداري خپرولو ته اړ شوه چې د یو شمېر تلویزیوني شبکو په خپرونو کې تخنیکي ګډوډۍ رامنځته شوې. دغه اداره له ټولو سپوږمکۍ تلویزیونونو غوښتنه کړې چې خپل تخنیکي او ډیجېټلي سیستمونه پیاوړي کړي. دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شو چې د «خیبر» تلویزیوني شبکې پر ژوندۍ خپرونو د سایبري مداخلې هڅه وشوه.
د خیبر نیوز د راپور له مخې، یادې ادارې د رسنیزو جوازونو لرونکو ته ویلي چې د خپلو اپلنک تاسیساتو بیا کتنه وکړي، د رمزګذارۍ پروتوکولونه لوړ کړي او د خپرونو په سیګنالونو کې د هر ډول مداخلې د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي. همدارنګه، رسنۍ مکلفې شوې چې د څارنې سیستمونه او د نفوذ پېژندلو وسایل پیاوړي کړي، څو هر ډول مشکوکه فعالیت په لنډ وخت کې وڅېړل شي.
د پیمرا چارواکو ویلي چې په دې وروستیو کې ځينې تلویزیوني شبکې په پاکستان کې د خپرونو د انتقال په برخه کې له ګډوډیو سره مخ شوې دي، چې له همدې امله دغه اداره اړ شوې ټولو خپرونکيو ته نوي امنیتي لارښودونه صادر کړي.
خیبر نیوز ادعا کړې چې یاد امنیتي خبرداری د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۲مه د شپې له پېښې وروسته ورکړل شو. د دې شبکې په وينا، فعال هیکران چې له افغانستان څخه فعالیت کوي او د هند پورې تړلو همکارانو ملاتړ لري، هڅه وکړه د خپرونې په انتقالي سیګنال کې مداخله وکړي او د خیبر شبکې ژوندۍ خپرونې ګډوډې کړي. دا شبکه وايي، سره له دې هڅې یې خپرونې پرته له ځنډه دوام وموند.
د افغانستان او هند چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه هېڅ غبرګون نهدی څرګند کړی.




