مهم خبرونهنړیوال

د پشتون تحفظ غورځنګ د ملکي خلکو د حقونو د نقض د څېړنې غوښتنه وکړه

منظور پشتین، د پشتون تحفظ غورځنګ مشر، د جمعې په ورځ د کوچني اختر په مناسبت په یوه غږیز پیغام کې، د پاکستاني پوځ له‌خوا د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د هوايي بریدونو سخت غندنه وکړه او ویې ویل چې دغه بریدونه د خلکو د کړاو او غم لامل ګرځېدلي دي.

پشتین د روژې میاشتې ته په اشارې سره وویل، که څه هم د مسلمانانو په باور «شیطانان په دې میاشت کې تړل کېږي»، خو د ده په وینا د پاکستان پوځي واکمنو خپل بریدونه نه دي درولي. هغه ادعا وکړه چې د روان کال روژې میاشت د ډیورند کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو ته د وېرې او غم په فضا کې تېره شوه.

د پشتون تحفظ غورځنګ مشر د پاکستان پوځیان تورن کړل چې د همدې میاشتې په ترڅ کې یې د ډیورند کرښې دېخوا او هغېخوا پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي. ډیورند کرښه هغه پوله ده چې افغانستان یې مشروع نه ګڼي او له کلونو راهیسې د دواړو اړخونو د تاوتریخوالي یو اصلي ټکی بلل کېږي.

هغه زیاته کړه چې د یاد غورځنګ غړي به د روانې میاشتې په ۲۴مه نېټه د سویس په ژنیو ښار کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د اعتراض غونډه وکړي، څو د هغه څه په اړه چې «د ملکیانو د حقونو نقض» یې بللي، نړیوالو ادارو ته معلومات ورسوي.

د پشتون تحفظ غورځنګ یوه مدني اعتراضي خوځښت دی چې په پاکستان کې فعالیت کوي او څو ځله یې په پښتون مېشتو سیمو کې د دغه هېواد د امنیتي او پوځي تګلارو نیوکه کړې ده او د مسؤلو ادارو د حساب ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button