سياستمهم خبرونه
په ننګرهار کې د پشهیي قومي مشرانو ګډه غونډه ترسره شوه

په ننګرهار کې د پشهیي قوم لسګونه مشران، عالمان او مخوران د ننګرهار، لغمان، نورستان، کونړ او کاپيسا له ولایتونو څخه په یوه ګډه غونډه کې سره راټول شول.
د غونډې جوړوونکو وویل چې د دې ناستې موخه د قومي همغږۍ پیاوړتیا او د طالبانو د ادارې ملاتړ اعلانول وو.
د ګډونوالو په وینا، د قومونو ترمنځ همغږي کولی شي د سیمه ییزو مسایلو په مدیریت او د بېلابېلو سیمو د شخړو په کمولو کې اغېزمنه وي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درې کلونو کې، د طالبانو اداره د پراخو سیاسي او ټولنیزو محدودیتونو له امله، په ځانګړي ډول د قومونو او وګړو د حقیقي ګډون په برخه کې، د افغانستان دننه او له نړیوالو بنسټونو څخه له جدي نیوکو سره مخامخ شوې ده.




