امنیت او پېښېمهم خبرونه
په پروان کې د واده پر مهال ټرافيکي پېښه دوه کسان مړه او يو ژوبل کړل

د پروان ولايت د غوربند ولسوالۍ په «دهنزاب» سيمه کې د يوې ټرافيکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی. د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ دا پېښه تېره ورځ (جمعه، د قوس ۲۱مه) شاوخوا لس بجې د سهار تأیيد کړې ده.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د واده پر مراسمو دوه کرولا موټر يو د بل مخکې کېدو پر مهال سره ټکر شول.
دواړه موټرچلوونکي د طالبانو د ترافيک ادارې له خوا نيول شوي او قانوني تعقيب ورته پيل شوی دی.
په وروستيو مياشتو کې په بېلابېلو سړکونو او لویو لارو کې ګڼې ټرافيکي پېښې شوي، چې په نتيجه کې يې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دې پېښو اصلي عوامل د موټر چلوونکو بې احتياطي، د ترافيکي نښو کموالی او د سړکونو خرابوالی بلل شوي دي.




