په پروان کې ۱۸۰ غیرقانوني ښکار شوي مرغان بېرته طبیعت ته پرېښودل شول

د پروان ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست وايي، شاوخوا ۱۸۰ مرغان چې د بېلابېلو ډولونو دي او په غیرقانوني ډول ښکار او ساتل شوي وو، د بګرام ولسوالۍ له سیمو څخه راټول او بېرته د دوی طبیعي استوګنځایونو ته پرېښودل شول.
مولوي حافظالله منصور، د پروان د چاپېریال ساتنې رئیس، ویلي چې دغه مرغان د سوری، ګنجشک، قمري، دمجنبانک، فنچ کوهي او بلدرچین په ګډون وو چې له لوري یې یو شمېر محلي ښکارچیان ساتل.
نوموړي زیاته کړه چې دا اقدام د بګرام ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د یاد ریاست د کارکوونکو د دوامدارو تفتیشونو وروسته ترسره شو، چې د طالبانو د ادارې له لوري د وحشي ژوو د غیرقانوني ښکار د منع کولو په اړه د صادر شوي لارښود په چوکاټ کې عملي شوی دی.
منصور وايي، د دې ادارې کارکوونکو نه یوازې مرغان راټول کړي، بلکې له ځایي اوسېدونکو او ښکارچیانو سره یې خبرې هم کړي او هغوی ته یې د مرغانو د ساتنې، ژوند تنوع او چاپېریال ساتنې اهمیت تشریح کړی دی.
هغه له ښکارچیانو وغوښتل چې د مرغانو ښکار پای ته ورسوي او وویل یې چې د سیمې اوسېدونکو د دې اقدام هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې د چاپېریال ساتنې له ریاست سره به د مرغانو د ښکار او قاچاق د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.
د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، په روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو کې له ښکارچیانو څخه له درې زره ډېره ښکار شوې مرغان نیول شوي او بېرته طبیعت ته پرېښودل شوي دي؛ هغه شمېر چې د غیرقانوني ښکار د پراختیا او په دې برخه کې د لا جدي څار اړتیا ته اشاره کوي.




