په پنجشير کې د ۹ کيلومتره له اوږدوالی سړک ګټې اخيستنه پيل شوه

په پنجشير ولايت د پريان ولسوالۍ کې د ۹ کيلومتره اوږد سړک د جوړولو چارې پای ته رسېدلې او نن رسماً د استفادې لپاره پرانيستل شوی دی. دغه پروژه د ۱۴ ميليونو افغانيو په لګښت بشپړه شوې او د سړک سور نږدې پنځه متره راپور شوی دی.
د پنجشير د والي وياند، سيفالدين لتون، وايي چې دغه سړک يو شمېر کليو لکه د قلعه پريان، کوهسور پايين، شالکچه، آريب، ښار بلند، بردامنه او کوهسور بالا ترمنځ نښلوي او د سيمې د اوسېدونکو تګ راتګ اسانوي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا پروژه د پنجشير د احيا او پراختيا رياست لهخوا د ولايت د اقتصاد رياست په همکارۍ عملي شوې او مالي ملاتړ يې د «اکتيد» مؤسسې کړی دی.
د سيمې اوسېدونکي ټينګار کوي چې د ترانسپورتي زېربناوو پياوړتيا، په ځانګړي ډول د پنجشير د غرنیو سيمو لپاره، د خلکو د خدمتونو، بازارونو ته د لاسرسي او د ورځنيو ستونزو په کمولو کې مهم رول لري؛ او هيله ښيي چې دا موضوع به په راتلونکو پراختيايي پلانونو کې هم جدي تعقيب شي.




