په یمن کې د سویلي لیږد شورا د مشر تر تښتېدو وروسته دوه وزیران برطرف شول

د یمن د ریاستي شورا په وروستیو سیاسي او امنیتي بدلونونو پسې، د کابینې دوه غړي له دندو لرې کړل شوي او د یو شمېر چارواکو د عدلي تعقیب پرېکړه شوې ده. دا پرېکړې د سویلي لیږد شورا د مشر، عیدروس الزبیدي، له تښتېدو وروسته په یوه بیړني نااستي کې اعلان شوې.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د ترانسپورت وزیر عبدالسلام حمید او د پلان جوړونې او نړیوالې همکارۍ وزیر وعد باذیب له خپلو دندو ګوښه شوي دي. ریاستي شورا همدارنګه وړاندیز کړی چې د دغو دوو چارواکو دوسیې د عدلي او قضایي څېړنو لپاره اړوندو بنسټونو ته وسپارل شي.
په همدې نااستي کې، د یمن ریاستي شورا دا پرېکړه هم وکړه چې د وسلو د وېش عاملین او هغه کسان چې د کورني سولې ګواښ رامنځته کوي، باید وپېژندل، ونیول شي او له نیولو وروسته عدلي بنسټونو ته وسپارل شي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په ځینو سیمو کې د بېثباتۍ د زیاتېدو اندېښنې راپورته شوې دي.
همدارنګه د عیدروس الزبیدي غړیتوب د ریاستي شورا څخه لغوه شوی او د هغه دوسیه د لوی څارنوال دفتر ته استول شوې ده. د سبأ خبري اژانس تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د یمن د ریاستي شورا مشر رشاد العلیمي، الزبیدي د لویې خیانت په تور عدلي ارګانونو ته ورپېژندلی دی.




