په پنجشېر کې له څلور زرو زيات قېرات زمرد د ۶.۳ ميليونو افغانیو په ارزښت وپلورل شول

د پنجشېر ولايت چارواکو اعلان کړی چې د دې ولايت له کانونو څخه راايستل شوي څلور زره او ۱۲۶ قېرات زمرد په يوه رسمي داوطلبۍ کې د شپږ ميليونه او ۳۷۲ زره او ۵۱۷ افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د پنجشېر د ولايت مقام د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا اندازه زمرد د بېلابېلو معدني سيمو څخه لاس ته راغلی او د داوطلبۍ له مراحلو وروسته پلورل شوی دی. په خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې د پلور بهير په شفاف ډول ترسره شوی دی.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د پنجشېر د زمردو د استخراج بهير د تېرې مودې په پرتله ښه شوی او يوازې د تېرې مياشتې په ترڅ کې ۱۶ تنو ته د معدنکارۍ جوازونه ورکړل شوي دي. پنجشېر د افغانستان له غرنیو ولايتونو څخه دی چې د دې ولايت زمرد په سيمهييزه کچه شهرت لري.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي چې د زمردو ترڅنګ د نورو معدني موادو لکه سره، اوسپنې، ياقوت او فيروزې د کانونو د فعالېدو او پراختيا هڅې هم دوام لري. خو شنونکي تل د کانونو په سکتور کې د خپلواک نظارت او مسئولانه مديريت پر اړتيا ټينګار کوي، څو د دې عوايد په شفاف ډول د سيمهييزو اوسېدونکو او د هېواد د اقتصاد په ګټه ولګول شي.
د طالبان حکومت له دې وړاندې هم د کانونو د عوايدو د زياتېدو خبره کړې وه؛ خو د دغو عوايدو د مصرف د څرنګوالي او د سيمهييزو ټولنو د برخې په اړه بشپړ جزئيات عامو خلکو ته نه دي وړاندې شوي.




