اقتصادمهم خبرونه

په پنجشېر کې د زر جریبه ځمکې د سړې خونې د جوړولو لپاره ځانګړې شوې

د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معیاري او عصري سړو خونو د جوړولو لپاره شاوخوا زر جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. د چارواکو په وینا، دغه ځمکې د تخنیکي سروې او تثبیت وروسته د ولایت په مرکز بازارک او اوو ولسوالیو کې ټاکل شوې دي.

فضل الله دیوبند، د دې ادارې رییس، ویلي چې د کرنې ریاست تخنیکي ټیم یادې ساحې کتنې کړي دي او ټاکل شوې ده چې په دغو ځمکو کې لویې او معیاري سړې خونې جوړې شي. د دغو تاسیساتو هدف د کرنیزو محصولاتو او تازه مېوو د ساتنې لپاره مناسب شرایط برابرول دي.

پنجشېر یو له غرنیو ولایتونو څخه دی چې ډېری اوسېدونکي یې په بڼوالۍ او د مېوو په تولید پورې تړلي دي. د تېرو کلونو په اوږدو کې د معیاري سړو خونو نه شتون له امله ګڼ شمېر بزګرانو د حاصل په موسم کې د خپلو محصولاتو د ساتنې او پر وخت پلور ستونزې لرلې.

سره له دې، د طالبانو اداره لا تر اوسه د دې پروژې د بودیجې، د پیل وخت او د بشپړېدو د نېټې په اړه معلومات نه دي ورکړي. کارپوهان باور لري چې د کرنیزو پروژو شفاف تطبیق او اغېزمنه څارنه د بزګرانو د عملي ملاتړ او د محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره بنسټیز اهمیت لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button