د طلا د پراخ استخراج له امله د پنج سيند د مسير د بدلون ادعا

نجيبالله سديد، د اوبو د زېرمې يو څېړونکی، ويلي چې د پنج سيند له بستر څخه د طلا پراخ استخراج د دې لامل شوی چې د دغه سيند مسير په ځينو سيمو کې د تاجکستان پر لور بدل شي. نوموړي خبرداری ورکړی چې افغانستان به د دې بهير لوړه بيه پرېکړي او دا چاره د چاپېريال او اوبو زېرمو ته په “جدي” توګه زيان رسولی.
سديد په خپله د ایکس په پاڼه کې د سپوږمکۍ انځورونه خپاره کړي او د طلا د استخراج له پيل وړاندې او وروسته د پنج سيند حالت يې پرتله کړی دی. د ده په وينا، دا انځورونه ښيي چې د اوبو طبيعي جريان په ځينو برخو کې بدل شوی او شاوخوا سيمې د استخراج فعاليتونو تر اغېز لاندې راغلې دي.
له دې مخکې هم د تخار او بدخشان ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي څو ځله د طلا د استخراج د چاپېريالې پايلو په اړه خبرداری ورکړی و. هغوی ويلي چې د دې بهير دوام کولای شي کرنيزې ځمکې، د څښاک اوبه او د سيمې طبيعي چاپېريال له جدي ګواښ سره مخ کړي.
سره له دې اندېښنو، د طالبانو اداره هر وخت ادعا کوي چې په دغو سيمو کې د طلا استخراج د چاپېريال او د اوبو منابعو ته زيان نه رسوي. خو کارپوهان ټينګار کوي چې د شفافيت، خپلواکو چاپېريالې ارزونو او د څارنې ميکانيزمونو نشتوالي د هېواد د طبيعي منابعو د مديريت په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.
پنج سيند د افغانستان د شمال ختيځ له مهمو سيندونو څخه شمېرل کېږي چې د بدخشان له ولايته تېرېږي او د افغانستان او تاجکستان تر منځ د طبيعي پولو يوه برخه جوړوي. دا سيند د آمو دريا له مهمو سرچينو څخه ګڼل کېږي او د دې مسير يا د اوبو د کيفيت هر ډول بدلون کولای شي سيمهييزې پايلې ولري.




