د اسرایو د مرکز راپور: په اسرائیلي زندانونو کې ۸۶ فلسطیني بندیان مړه شوي

د فلسطیني بندیانو مرکز اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې څخه تر د ۲۰۲۵ کال د دسمبر تر پایه پورې لږ تر لږه ۸۶ فلسطیني بندیان په اسرائیلي زندانونو کې مړه شوي دي. دغه شمېرې د یاد مرکز له قوله بې ساری او اندېښنهوړ بلل شوي دي.
د فلسطیني شهاب خبري اژانس د راپور له مخې، د فلسطیني بندیانو د مطبوعاتي دفتر ټینګار کړی چې ثبت شوې پېښې د شکنجې، ناوړه چلند او د بنديانو د روغتیا په اړه د قصدي بېپروايۍ یو سیستماتیک بڼه ښيي. دا اداره وايي چې د ډېرو مرګونو مخنیوی کېدای شوای.
د راپور له جزئیاتو سره سم، ۴۷ بندیان د شکنجې، وهلو او د درملنې د نشت له امله مړه شوي دي. همدارنګه ۴۱ نور بندیان د هغو ناروغیو او ټپونو له کبله چې درملنه یې ممکنه وه — لکه سرطان، شکر، ګال او ساري زخمونه — خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې ۲۲ بندیان د نیولو پر مهال لادرکه شوي او د هغوی برخلیک تر اوسه نهدی څرګند. د وژل شوو بندیانو په ډله کې ملکیان، ډاکټران، ژغورونکي، زاړه بندیان او ټپیان شامل دي، او ویل شوي چې ځینې ترې د «انساني ډال» په توګه کار اخیستل شوی دی.
راپور زیاتوي چې د بندیانو مړینې یا د زندانونو دننه رامنځته شوې دي او یا هم د اسرائیلي روغتونونو په هغو برخو کې چې دوی د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وو؛ یوه موضوع چې له قانوني پلوه د دغو مړینو مستقیم مسؤلیت د اسرائیلي چارواکو پر غاړه اچوي.




