د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د قدس څخه د ۲۰۰ کورنیو د اجباري ایستلو په اړه خبرداری ورکړ

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له ۲۰۰ ډېرې فلسطیني کورنۍ د ختیځ قدس په سیمه کې له خپلو کورونو د اجباري ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دې بهیر د دوام د مخنیوي لپاره مداخله وکړي. د دې وزارت په وینا، یادې کورنۍ د هغو حقوقي دوسیو له امله له بېځایه کېدو سره مخ دي چې ډیری یې د مېشتځای جوړوونکو اړوند سازمانونو لهخوا د اسراییلي محکمې په وړاندې ثبت شوي دي.
دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړل شو چې تېره اوونۍ ۱۵ فلسطیني کورنۍ د ختیځ قدس د سلوان په سیمه کې د بطنالهوی له سیمې څخه له خپلو کورونو وشړل شوې. راپورونه ښيي چې مېشتځای جوړوونکو په وروستیو څو ورځو کې لږ تر لږه ۱۳ اپارتمانونه په ختیځ قدس کې نیولي دي او د نیول شوو اپارتمانونو شمېر په څلورو ورځو کې ۱۵ ته رسېدلی.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو محکمې په دې تورنې کړې دي چې د «غیرقانوني واقعیتونو» د مشروعیت لپاره د وسیلې په توګه کارول کېږي. د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا عمل د قدس د اصلي اوسېدونکو د اجباري جابهجایۍ او د نفوسو د بدلون د تحمیل په موخه ترسره کېږي.
ختیځ قدس، چې د ۱۹۶۷ جګړې وروسته د اسراییلو تر اشغال لاندې راغی، د فلسطینیانو له نظره د اشغال شوو سیمو یوه برخه او د راتلونکي فلسطین دولت پلازمېنه ګڼل کېږي. په وروستیو کلونو کې د فلسطیني کورنیو ایستل تل د سیمې او نړیوالې ټولنې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت له ټولو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د اجباري ایستلو د درولو او د لا نورو فلسطیني کورنیو د بېځایه کېدو د مخنیوي لپاره عملي او پرېکنده ګامونه واخلي.




