په پکتیا کې د زرګونو مرمیو او مهماتو کشف؛ هڅه د پاکستان پر لور د قاچاق لپاره

یوې سیمهییزې سرچینې رادیو امید ته ویلي، چې د پکتیا ولایت د دندپتان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې زرګونه مرمۍ د بېلابېلو وسلو او یو شمېر پوځي وسایل کشف او ترلاسه شوي دي. د سرچینې په وینا، دغه مهمات د یوې غره په لمنه کې د یوه استوګنیز کور ترڅنګ ځای پر ځای شوي وو او پلان دا و، چې پاکستان ته قاچاق شي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دغه مهماتو کې ۱۰ د ماینپال دستګاوې، درې د M40 وسلې، درې زره او ۵۴۳ د کلاشینکوف مرمۍ، ۷۹۹ د روسي درنې وسلې مرمۍ، درې زره او ۴۸۹ د M4 مرمۍ، یو زره او ۳۰۴ د امریکايي M40 مرمۍ، ۴۰ د M4 شاژورونه او دوه د کلاشینکوف شاژورونه شامل دي.
سرچینې زیاته کړې، د هرې د ماینپال دستګاه بیه له پنځو تر اوو زرو ډالرو اټکل شوې ده، چې دا د دغې محمولې د لوړ مالي ارزښت څرګندونه کوي.
د دومره زیاتو مهماتو کشف په یوه سرحدي سیمه کې د وسلو د دوامدار قاچاق او د غرنیو سیمو د څار کمزورۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د طالبانو اداره تر اوسه د دغې پېښې د انتقال څرنګوالي او احتمالي شبکې په اړه نور جزئیات نهدي خپاره کړي.




