په پکتيکا کې د غيرقانوني لرګیو قاچاق په تور پنځه تنه نيول شوي

د پکتيکا ولايت د ځنګل ساتنې قطعې منسوبينو د دې ولايت په دوو ولسوالیو کې د غیرقانوني لرګیو پرېکولو او قاچاق مخه نيولې ده. د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي محمد اسماعيل معاويه وايي، دغه ځواکونه توانېدلي چې د سروزه او خيرکوت ولسواليو په سیمه کې پنځه کسان د ناقانونه لرګیو انتقال په تور ونیسي.
د رسمي معلوماتو له مخې، نيول شوي کسان د دریو باربري موترو او دوو ټراکټورونو چلوونکي دي چې هڅه یې کوله د ځنګلي لرګیو د پټو لېږد له لارې، دغه لرګي بهر يوسي. قاچاق وړوونکو هڅه کړې وه چې د چارواکو نظر تېر کړي او لرګي یې د موټرو په دننه کې د بوټو ترمنځ او د ترپال لاندې پټ کړي وو. یاده شوې وسایط د سروزه ولسوالۍ د پړاو په سیمه او د خيرکوت په یو شمېر برخو کې پېژندل شوي او درول شوي دي.
طالب چارواکو د چاپېریال د بحران او طبيعي منابعو د له منځه تلو له امله، د هر ډول لرګيو انتقال په دې ولایت کې بند کړی دی. سره له دې چې د طبيعي منابعو ساتنه یو ملي او ضروري مکلفيت ګڼل کېږي، خو د روڼې ادارې نشتوالی او د طالبانو له اړخه د سلیقوي چلند وېره، د سیمې اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.




