امنیت او پېښېمهم خبرونه

په پکتیکا کې د پولې نښته؛ افغان ځواکونو د پاکستان یو ټانک په نښه کړی

د طالبانو د ادارې چارواکي وايي چې د افغانستان دفاعي ځواکونو د نن سهار تر غرمې وړاندې د پکتیکا ولایت د پولې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ یو زغره‌لرونکی ټانک په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.

د حمدالله فطرت په وينا، دا پېښه د سهار شاوخوا يوولس نيمې بجې د شکين ولسوالۍ اړوند د انگور اده ماورای سيمه کې رامنځته شوې ده. نوموړي ادعا کړې چې ياد ټانک تر هدف نیولو مخکې د افغانستان خاورې لور ته “بې‌هدفه مرمۍ” وېشتلې.

انګور اده د افغانستان او پاکستان تر منځ د حساسو سرحدي نقطو څخه ګڼل کېږي چې پخوا هم د نښتو او مرزی تاوتریخوالي شاهد پاتې شوې ده. تر اوسه د پاکستان چارواکو د دې ادعا په اړه کوم غبرګون نه‌دی څرګند کړی.

د احتمالي تلفاتو او مالي زیانونو په اړه جزئيات نه‌دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button