په پکتيا کې د ميوو حاصلات ۱۵ سلنه زيات شوي دي

د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي، د روان کال د ميوو حاصلاتو کچه په دې ولايت کې نږدې شپږ نيم زره مېټرک ټنو ته رسېدلې ده، چې دا د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زياتوالی ښيي.
د پکتيا د کرنې رياست د ميوو برخې مسوول، سنگرمل جلالي، ويلي چې نه يوازې د ميوو حاصلات زيات شوي، بلکې د سابو توليدات هم په روان کال کې د پام وړ لوړوالی موندلی دی. د نوموړي په وينا، دا پرمختګ د باغدارۍ د پراخېدو او د يخچالونو د ښه استفادې له امله ترلاسه شوی دی.
د طالبانو د ادارې د دې چارواکي په وينا، اوس مهال په پکتيا کې ۳۷۹ يخچالونه فعال دي، چې د کرنيزو توليداتو د ساتلو زمينه برابروي. نوموړي زياته کړه، په يوازې يو له دغو يخچالونو کې شاوخوا ۷۰۰ ټنه مڼه زېرمه شوې ده.
د پکتيا د کرنې رياست مسوولان ادعا کوي چې دغه ولايت د ميوو او سابو په برخه کې د ځانبسيا کېدو مرحلې ته نږدې شوی دی. خو کارپوهان ټينګار کوي چې د دې بهير دوام د شفافې ادارې، د بزګرانو عملي ملاتړ او د کورنيو او بهرنيو بازارونو دوامداره لاسرسي ته اړتيا لري؛ هغه موضوعات چې تمه کېږي د طالبانو اداره به يې په اړه ځواب ورکوونکې وي.




