امنیت او پېښېدوهم سرلیکمهم خبرونه

په کنړ کې د پاکستاني ځواکونو بریدونو له امله نهو زرو کورنۍ بې‌ځایه شوې

د پاکستاني پوځ د راکټو بریدونو له امله، چې د ډیورند کرښې ته نږدې د کنړ ولایت پر سیمو ترسره شوي، له نهه زرو څخه زیاتې کورنۍ له خپلو کورونو وتلې دي. د کنړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي تاییدوي چې د اغېزمنو کورنیو د سروې بهیر روان دی او تر دې دمه شاوخوا درې نیم زره کورنۍ ثبت شوې دي.

نجیب‌الله حنیف، د کنړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، ویلي چې جګړه لا هم روانه ده او یو شمېر کورنۍ د تازه امنیتي اندېښنو له امله اړ شوې چې خپلې سیمې پرېږدي. د ده په وینا، د سروې ډلې په زیانمنو سیمو کې حضور لري او هڅې روانې دي څو ټول بې‌ځایه شوي کسان وپېژندل شي.

د پولو اوسېدونکي وايي، کلي او کوڅې نږدې ټول خالي شوي او یوازې لږ شمېر کسان د خپلو شتمنیو د ساتنې لپاره پاتې دي. دوی زیاتوي، ماشومان له ښوونځیو او مدرسو بې‌برخې شوي او ډېری خلک د ډزو له وېرې حتی جومات ته هم نه ځي.

یو اوسېدونکی وایي، د دغه وضعیت دوام د ماشومانو او لویانو پر رواني حالت ژور اغېز کړی او عادي ژوند یې ګډوډ کړی دی. د ده په وینا، د مرمیو د لګېدو دوامداره وېره د کورنیو ذهني سکون له منځه وړی دی.

د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سرکانو ولسوالۍ کې ۹۳، په منورې کې ۳۵ او په ناړۍ کې ۲۰ مرمۍ لګېدلې دي. تر ژوندیو ګواښونو سربېره، د خلکو کرنیزې ځمکې او باغونه هم زیانمن شوي چې د ډېرو کورنیو معیشت یې له خطر سره مخ کړی دی.

د دغو بریدونو دوام د طالبانو تر ادارې لاندې د پولي سیمو د امنیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي. د کنړ اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د دې ډول پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته شي؛ هغه پېښې چې د مالي زیانونو تر څنګ، ژور ټولنیز او رواني اغېزونه هم پرېښي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button