امنیت او پېښېمهم خبرونه

د پاکستاني پوځ د توپ مرمۍ د کنړ په يوه ليسه لګېدلې

د کنړ ولايت د دانګام ولسوالۍ مرکزي ليسه نن سهار د پاکستاني پوځ د توپ مرميو له امله سخت زيانمنه شوې ده. سيمه ييزو سرچينو تأييد کړې چې په دې پېښه کې د انسانانو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو د ليسې ودانۍ يو شمېر برخې ويجاړې شوې دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، دا پېښه د سهار په لومړيو ساعتونو کې رامنځته شوه چې د کورنيو او زده‌کوونکو اندېښنې يې راپارولې دي. لا تر اوسه څرګنده نه ده چې دا مرمۍ‌وېشتنه د کوم لامل او په کوم چوکاټ کې ترسره شوې ده.

کنړ ولايت چې د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان له پولې سره پراته دی، په تېر کلونو کې هم د پولي کړکېچونو او ورته پېښو شاهد پاتې شوی دی. د دې ډول پېښو دوام کولای شي د پولې سيمو د زده‌کړې بهير له جدي ستونزو سره مخ کړي.

تر د دې خبر د خپرېدو تر وخته، د طالبانو د ادارې چارواکو تر اوسه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button