پاکستاني سناتور: د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د روڼ اندو ژوند سخت شوی

جان محمد بولیدي، چې د پاکستان د ملي ګوند پارلماني مشر په سنا کې دی، وایي چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د روڼ اندو، مختلفو نظر لرونکو او پرمختګ غوښتونکو قشرونو ژوند په جدي توګه ستونزمن شوی دی.
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د دې سناتور له قوله راپور ورکړی چې هغه دا څرګندونې له یو شمېر افغان کډوالو سره د لیدنې وروسته کړې دي. د ده په وینا، د هغو کسانو لپاره چې روڼ اندې لیدلوري لري، په اوسني افغانستان کې له درناوي ژوند عمليآ ناشونی دی.
بولیدي زیاته کړه، هغه کورنۍ چې له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي، د طالبانو د ادارې له مستقیمو ګواښونو سره مخامخ دي؛ دا ګواښونه په ځانګړي ډول هغو کسانو ته متوجه دي چې پخوا یې په رسنیو، ښوونه او روزنه او نورو تعلیمي برخو کې کار کړی دی.
د راپور له مخې، د افغان کډوالو پلاوي د دې لیدنې پر مهال د ملي ګوند مشرانو ته د هغو افغان کورنیو د پراخو ستونزو په اړه معلومات ورکړي دي، چې اوس مهال په پاکستان کې ژوند کوي – په ځانګړې توګه د ښځو ستونزې. دوی ویلي، د طالبانو محدودوونکي کړنلارې او سخت دریځه پالیسۍ د وېرې پراخه فضا رامنځته کړې ده.
دغه پاکستاني سناتور ټینګار کړی چې که څه هم د اسلاماباد او د طالبانو د ادارې اړیکې د پاکستان د دوامدارو ترهګریزو پېښو له امله تریخې شوې دي، خو د پاکستان چارواکي باید درک کړي چې ډېری افغان اتباع پخپله د همدې ګواښونو قربانیان دي او له هغه څخه تښتېدلي دي.
بولیدي همدارنګه ویلي، افغان کډوال په پاکستان کې د پولیسو د نیولو له خطر سره مخ دي او په ځینو مواردو کې له هغوی څخه د پیسو (رشوت) غوښتنه کېږي. د ده په وینا، له هغه وروسته چې د طالبانو او اسلاماباد تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی، د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم نوره چټکه شوې ده.




