امنیت او پېښېمهم خبرونه
پاکستاني مفتي د طالبانو له ملاتړ لرونکو وسلوالو ډلو ‘خوارج’ وبللې

د پاکستان جامعۃ الرشید مشر مفتي عبدالرشید هغه وسلوالې ډلې چې د ده په وینا د طالبانو د ادارې په ملاتړ په پاکستان کې جګړې کوي، ‘خوارج، جاهل او باغي’ بللې او دا ډلې یې د بېثباتۍ لامل ګڼلې دي.
هغه د «ټي ټي ټي» په نوم د تشکیلاتي جوړښت یادونه وکړه او ویې ویل، په دې نوي جوړښت کې له ۴۵۵ غړو څخه ۴۰۰ تنه افغانان دي او د پاکستان تابعیت نه لري.
د دغه پاکستاني دیني عالِم په وینا، په دې ډلو کې د افغان جګړهمارانو پراخ شتون دا ښيي چې د سرحدي سیمو امنیتي بحران یوازې کورنی نه دی، بلکې له سرحدونو هاخوا تحرکاتو سره تړاو لري.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې د طالبانو پر ادارې تل دا نیوکې کېږي چې دوی د سرحدي وسلوالو ډلو پر وړاندې لازم غبرګون نهدی ښودلی او د دې وضعیت له امله په سیمه کې ناامنۍ زیاتې شوې دي.




