سياستمهم خبرونه

د پاکستان پخوانیو ديپلوماتانو د افغانستان سره پر خبرو ټينګار وکړ

په اسلام‌اباد کې د پاکستان يو شمېر پخواني ديپلوماتان په يوه ګردي ميز غونډه کې ويلي چې له افغانستان سره خبرې اترې او رغنده تعامل د دواړو هېوادونو د اختلافونو يوازينی حل دی. دوی ټينګار وکړ چې د تاوتريخوالي دوام کولای شي د سيمې پر امنيت او ثبات پراخې اغېزې ولري.

دا غونډه د جمعې په ورځ د اسلام‌اباد د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز له‌خوا جوړه شوې وه. ګډونوالو د افغانستان پر روان حالت د خبرو پر مهال وويل چې د دې هېواد بدلونونه د سيمې پر امنيتي معادلو نېغې اغېزې لري، او بې‌ثباتي يې ګاونډيان هم اغېزمنوي.

د پاکستان پخواني ديپلوماتان د افغانستان او پاکستان اړيکې نږدې او پر يو بل تړلې وبللې او خبرداری يې ورکړ چې د تاوتريخوالي زياتوالی به د دواړو هېوادونو له پولو هاخوا هم اغېز ولري. دوی باور لري چې که د منظمې خبرې اترې لارې جوړې نه شي، د سياسي او امنيتي ننګونو اداره کول به لا ډېر ستونزمن شي.

همدارنګه، د طالبانو د واکمنۍ او د دوه‌اړخيزو اړيکو موجودو ننګونو ته په اشارې، يو شمېر سياسي شنونکو ټينګار وکړ چې تعامل بايد د مسووليت منلو او د ښه ګاونډيتوب د اصولو پر بنسټ وي. د ګډونوالو په وينا، د باور پياوړتيا، عملي همکاري او متقابل درک د سيمې د دوامدار ثبات بنسټيز شرطونه دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button