امنیت او پېښېمهم خبرونه

په کندهار کې د پاکستاني جېټ الوتکو په برید کې له ۵۵۰ ټنه ډېر تېل وسوځېدل

د پاکستاني جېټ الوتکو د هوايي برید له امله د کندهار ملکي هوايي ډګر ته نږدې په يوه ستر د تېلو زېرمتون کې له ۵۵۰ ټنه ډېر تېل، چې د کام اېر خصوصي شرکت پورې اړوند وو، وسوځېدل او د دې تاسيساتو ډېره برخه ويجاړه شوه. دغه پېښه د تېرې شپې ناوخته رامنځته شوې ده.

قاري شفیع‌الله ریاض، د کندهار ملکي هوايي ډګر د مالي او اداري چارو آمر، د جمعې په ورځ د پېښې په ځای کې وویل چې دغه برید د کام اېر د تېلو زېرمتون په نښه کړی او ورسره څو وسایط هم له منځه تللي دي.

داد محمد پوپل، د دغه زېرمتون مسئول، څرګنده کړه چې برید شاوخوا د شپې پر ۱۲ بجو شوی او له امله يې د کام اېر، د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) او یوناماد د الوتنو لپاره زېرمه شوې تېل زيانمن شوي دي. د ده په وينا، د تېلو تر څنګ د زېرمتون اړوند ځينې برخې هم تخريب شوې دي.

د چارواکو په وينا، په دې پېښه کې دوه کسان سطحي ټپيان شوي او د مړينو راپور نه‌دی ورکړل شوی. د زېرمتون مسئول زياته کړه چې د سوځېدلو تېلو ارزښت شاوخوا ۶۰۰ زره امريکايي ډالرو ته رسېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button