پاکستان له طالبانو د ليکلي تضمين پر ترلاسه کولو ټينګار کوي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي ويلي چې د اسلاماباد غوښتنې له طالبانو سره لا هم نه دي بدلې شوې او د ليکلي او تاييدېدونکي تضمين ترلاسه کول د دې هېواد مهمه غوښتنه ده. اندرابي هيله څرګنده کړه چې پاکستان به په دې اړه له کابل څخه ځواب ترلاسه کړي. نوموړي د طالبانو او هند ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو په اړه وويل چې دا يو دوه اړخيز موضوع ده. د ده په وينا، تر هغې چې د پاکستان پر ضد د تروريستي عناصرو ملاتړ ونه شي، اسلاماباد دا همکاري «د صفر پايلې لوبه» نه ګڼي. اندرابي ټينګار وکړ چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر امنيت د هر ډول ګواښ مخنيوی د اسلاماباد له طالبانو سره د غوښتنو اصلي محور دی. تر اوسه طالبانو او پاکستان درې ځل په قطر او استانبول کې خبرې کړې دي. که څه هم د خبرو لومړۍ پړاو د اوربند په تړون پای ته رسېدلی، خو په وروسته پړاوونو کې د پاکستان د ليکلي تضمين پر ټينګار له امله يو جامع تړون نه دی تر لاسه شوی.




