پاکستان: د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي

د پاکستان استازي په ملګرو ملتونو کې اعلان وکړ چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ځینو ترهګرو ډلو فعالیتونه د بهرنیو ملاتړونو په مرسته بېرته زیاته شوې دي او د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد عملیات ترسره کوي.
عاصم افتخار احمد وویل چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوچ ازادۍ پوځ (بي اېل اې) ډلې د کابل د واک بدلون وروسته “نوې ساه اخیستې” ده او د پاکستان د پولو سیمو امنیت ګواښي. د ده په وینا، دا ډلې د پولو هغې غاړې کې د اغېزمنو څارنو له نشتوالي ګټه اخلي.
د پاکستان استازي زیاته کړه چې د بي اېل اې وروستیو بریدونو په بلوچستان ایالت کې د ۴۸ ملکي کسانو د مرګ سبب شوي دي. هغه همدارنګه ادعا وکړه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د متقابلو عملیاتو پر مهال د دغو ډلو ۱۴۵ غړي له منځه وړي دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره تل ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد کار نه اخېستل کېږي. خو د سیمهییزو اندېښنو دوام او په نړیوالو غونډو کې د دې موضوع بیا بیا راولاړېدل، دا پوښتنه لا ډېره کوي چې طالبان د خپلو امنیتي ژمنو په اړه څومره مسؤلیت لري.




