د پاکستان د دیني عالمانو شورا: طالبان دې د افغان عالمانو پرېکړهلیک عملي کړي

د پاکستان د دیني عالمانو شورا په یوه رسمي ناسته کې له طالبانو غوښتي چې هغه پرېکړهلیک عملي کړي چې د دې شورا په وینا، د افغانستان څخه بهر مېشتو له زرو څخه زیاتو دیني عالمانو تصویب کړی دی؛ دا پرېکړهلیک د افراطیت پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان له خاورې د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر طاهر محمود اشرفي ویلي چې د دې اعلامیې عملي کول د طالبانو د ادارې مسؤولیت دی. نوموړی له دې سند څخه د “مثبت ګام” په توګه یادونه کړې او ادعا یې کړې چې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ په دې اړه اختلاف نشته.
اشرفي د پرېکړهلیک اساسي موارد روښانه کړي او ویلي چې د افغان علماوو له نظره پر افغان خاوره تېری نامنلی دی او د پاکستاني علماوو له نظره په دې هېواد کې تروریزم مردود دی. د هغه په وینا، دواړه لوري په دې ټینګار لري چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ بل هېواد، په شمول د پاکستان پر ضد ونه کارول شي، او همدارنګه برعکس.
د پاکستان د دیني عالمانو د شورا رئیس د سیمې د سولې او ثبات پر ارزښت ټینګار کړی او د ترکیې، قطر او سعودي عربستان رول یې په دې برخه کې د ستاینې وړ بللی. همداراز، هغه خبرداری ورکړی چې د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو پر ضد هر ډول اعتراض یا اقدام به له قوي غبرګون سره مخ شي. نوموړي ادعا کړې چې په پاکستان کې دیني مرکزونه او مسجدونه چمتو دي چې د اړتیا په صورت کې د امنیت او ثبات دفاع وکړي.
اشرفي همداراز له پاکستاني سیاسي ګوندونو غوښتي چې خپل اختلافونه یوې خوا ته کړي او د هېواد د دفاع، اقتصاد او داخلي ثبات د پیاوړتیا لپاره جدي خبرو ته کېني. هغه په سیاست کې د سپکو او کرکجن الفاظو کارول وغندل. نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان د ټولو مذهبي مکتبونو علما یو خوله دي چې تاوتریخوالی د منلو نه دی او د دوی هدف د سوله ییزو سیاسی لارو له لارې بدلون ته حرکت دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره تل دا رد کړې چې په افغانستان کې د ترهګري یا شبهنظامي ډلو حضور او فعالیت شته او ادعا کوي چې هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي. خو له دې سره سره، پاکستاني چارواکو څو ځله ویلي چې دې تضمینونو ته یې پوره باور نشته او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې باید د پاکستان ضد ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیتونه بشپړ ودرول شي — دا موضوع لا هم د اسلاماباد او د طالبانو د ادارې ترمنځ د ترینګلتیاوو او غوښتنو یو مهم محور بلل کېږي.




