دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

د پاکستان او برتانيې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان او د برتانيې ځانګړي استازي ريچارډ لېنزي نن د سه‌شنبې په ورځ (د جدي ۳۰مه) په اسلام‌اباد کې يو له بل سره وکتل او د «له پولې هاخوا تروريستي بريدونو» په اړه یې خبرې وکړې.

اسلام‌اباد باور لري چې د وسله‌والو ډلو بريدونه چې د دې هېواد په خاوره کې ترسره کېږي، په افغانستان کې پلان کېږي او په پاکستان کې عملي کېږي.

پاکستاني رسنيو همدارنګه ويلي چې محمد صادق خان او ريچارډ لېنزي په دې لېدو کتو کې د سيمې د وروستيو بدلونونو او پراخو امنيتي اندېښو په اړه خپل نظرونه شريک کړي دي.

د دغو رسنيو د راپور له مخې، د خبرو اصلي محور د پولي ناامنيو زياتوالی او د هغې اغېزې د سيمې پر ثبات وې؛ دا هغه موضوع ده چې په وروستيو مياشتو کې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ يوه مهمه ستونزه ګرځېدلې ده.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې ځايي سرچينې وايي، د طالبانو جنګياليو د دوشنبې په ماښام (د جدي ۲۹مه) د قندهار ولايت د معروف ولسوالۍ په سيمه کې د پاکستاني ځواکونو سره نښتې کړې دي.

د سرچينو په وينا، د دغې نښتې دقيق لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی او دا پېښه شاوخوا د نيمايي ساعت وروسته پای ته رسېدلې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button