سياستمهم خبرونهمهم سرلیک

د پاکستان پلاوی ښايي د استانبول له خبرو ووزي

په داسې حال کې چې د پاکستان او طالبانو د پلاويو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ د ترکیې په استانبول کې روانه ده، د طالبانو د ادارې یو چارواکی وايي چې د پاکستان استازي د پرېکړو واک نه لري او ښايي دا ناسته پرېږدي.

دغه طالب چارواکی، چې نه‌ غوښتل نوم یې څرګند شي، ملي تلویزیون ته ویلي، چې «په پاکستاني پوځ کې ځینې ځانګړي کړۍ» د رغنده خبرو خنډ شوې دي او له همدې امله پاکستاني پلاوی نشي کولای دغه خبرې پر مخ یوسي.

د ده په وینا، د پاکستان د حکومت په جوړښت کې د همغږۍ نشتون یو له اصلي لاملونو دی چې د خبرو د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

ملي تلویزیون د یاد طالب چارواکي په وینا راپور ورکړی چې د طالبانو پلاوي هڅه کړې چې بې‌ طرفه او له جنجاله لرې خبرې روانې وساتي، خو پاکستاني لوري د اختلافونو د حل لپاره د دیپلوماسۍ له لارې مرسته نه ده ښودلې. د دغه مقام په ادعا، د پاکستان پلاوی «منطق او استدلال نه لري» او غواړي پرته له واضح ځوابونو خبرې پرېږدي.

ملي تلویزیون دا هم ویلي، طالبان په دې ټینګار کوي چې نه د پاکستان پر خاوره د بریدونو د مخنیوي وس لري او نه هم له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره استازولي کوي. هغوی د دغو بریدونو مسؤلیت نه مني او دا ستونزه د پاکستان کورنۍ مسئله بولي.

د طالب چارواکي په وینا، دا موضوع نه نوې ده او نه یې ریښې په افغانستان کې دي، بلکې دا ستونزه د پاکستان له تیر وختونو سرچینه اخلي او باید خپله پاکستان یې د حل اقدام وکړي. نوموړي همداراز ویلي، د طالبانو پر ضد د پاکستان غوښتنه چې د دغه هېواد د کورنیو بریدونو مخنیوی دې وکړي، «نامعقوله» ده.

تر اوسه د پاکستان رسمي چارواکو د ممکنه وتلو په اړه څه نه‌ دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ادارې ویاند، ذبیح‌الله مجاهد مخکې ویلي و چې دواړه لوري یو لړ توافقونو ته رسېدلي او ښايي تر دوشنبې پورې وروستۍ هوکړه وشي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button