د پاکستان او طالبانو خبرې په استانبول کې بېپایلې پای ته ورسېدې

د پاکستان او د طالبانو د ادارې تر منځ درېیم پړاو خبرې چې د ترکيې او قطر په منځګړيتوب په استانبول ښار کې ترسره شوې، له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدې.
پاکستاني رسنيو، لکه جيو نيوز، راپور ورکړی چې اسلاماباد له طالبانو غوښتي وو چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرېو ډلو د فعاليت مخه ونیسي. خو د طالبانو استازي دغه غوښتنه ونه منله او د همکاریو لپاره یې مشخصې کرښې ونه ښودې.
دا خبرې تر ډېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره شوي وې، په ځانګړي ډول له هغې وروسته چې تېرې میاشتې د دواړو لوریو ترمنځ خونړۍ سرحدي نښتې وشوې. پاکستان څرګنده کړې چې د ډیورند کرښې هغې خوا ته د یاغیانو د شتون او فعالیتونو په اړه اندېښنه لري.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارر، ویلي چې د ترهګرۍ کنټرول د طالبانو د ادارې مستقیم مسؤولیت دی، خو تر دې مهاله یې پر دې برخه کې اغېزناکې هڅې نه دي کړي. نوموړي زیاته کړه چې اسلاماباد له افغان ولس سره هېڅ دښمني نه لري، خو د طالبانو هغه کړنې چې د افغانستان د خلکو او ګاونډیو هېوادونو ګټې له خطر سره مخ کوي، د ملاتړ وړ نه دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر دا هم وویل چې هېواد یې د خپل ملي حاکمیت او سیمې د امنیت د خوندي کولو لپاره ټول احتمالي انتخابونه په پام کې نیسي.
د پاکستان له خوا د یاغي ډلو پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه او د طالبانو له خوا پر دې برخه کې د نرمښت نشتون، نه یوازې د دواړو هېوادونو اړیکې لا زیاتې کړکیچنې کړې، بلکې د سیمې د ناامنۍ په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي.




