د عوام ملي ګوند ویاند: د پاکستان او د طالبانو د ادارې خبرې بېپایلې پاتې شوې دي

د پاکستان د عوام ملي ګوند ویاند وايي، د دې هېواد حکومت له افغان طالبان ادارې سره په خبرو کې له هغو استازو کار اخلي چې د افغانستان د ټولنیز او واقعي وضعیت په اړه سمه پوهه نه لري، او له همدې امله دغه خبرې بېپایلې پاتې شوې دي.
احسانالله خان په خپلې تازه رسنیزې مرکه کې ویلي، د پاکستان حکومت د هغو کسانو پر ځای چې د افغانستان له سیاسي او ټولنیز جوړښت سره بلد وي، زیاتره د پنجابي استازو څخه د خبرو لپاره استفاده کوي، او د هغه په باور، دا کار د مذاکراتو د پرمختګ مخه نیولې ده.
هغه همدارنګه د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د پښتنو اقتصادي وضعیت ته اشاره کړې او زیاتوي، د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نوم، د پښتنو د اوسېدونکو تجارت او کاروبار ته زیان اړولی دی.
د عوام ملي ګوند د ویاند په وینا، د افغانستان سره د پولو د تګ راتګ د لارې تړل کېدل یو ځل بیا د دغه قشر سوداګریز فعالیتونه ګډوډ کړي او اقتصادي فشارونه یې زیات کړي دي.
احسانالله خان ټینګار کړی چې د افغانستان له خلکو سره ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي، ځکه د هغه په وینا، د زور او فشار کارول هیڅکله هم مثبت او دوامدارې پایلې نه لري.




