سياستمهم خبرونه

پاکستان: د طالبانو سره خبرې هغه مهال دوام کولی شي، چې د امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې هېواد به له طالبانو سره خبرې یوازې هغه مهال دوام ورکړي، چې د دوی له اړونده وسله‌والو ډلو څخه امنیتي ګواښونه له منځه لاړ شي. نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د متحده ایالاتو له موقتي سفیرې ناتالي بیکر سره په وروستي لیدنه کې وکړې.

نقوي دا خبرې له هغه وروسته کړې، چې د نومبر میاشتې په ۱۱مه نېټه په اسلام‌اباد کې د یوې ناحیې محکمې دروازې ته یوه خونړۍ انتحاري حمله وشوه، چې له امله یې ۱۲ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۳۶ نور ټپیان شول. د پاکستان چارواکي وایي، یو شمېر هغه کسان چې په دې برید کې یې لاس لرل، نیول شوي چې ګومان کېږي له تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې سره تړاو لري.

د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه، برید کوونکو هڅه کوله چې محکمې ته دننه شي، خو د امنیتي ځواکونو شتون دغه پلان شنډ کړ. هغه زیاته کړه، د برید ټول عاملین معلوم شوي او هغه کسان چې بریدار ته یې زمینه برابره کړې، عدلي تعقیب ته سپارل شوي.

نقوي دا هم وویل، چې د افغانستان د یو شمېر ملکي وګړو او وسله‌والو کسانو شتون د دواړو هېوادونو پر پوله، په پاکستان کې د تشدد د بیا تکرار عامل دی. نوموړي زیاته کړه، چې تر هغو چې دغه ګواښونه له منځه نه وي تللي، له طالبانو سره د خبرو دوام بې‌مانا دی. د هغه په وینا، پاکستان نشي کولای د سولې خبرې پر مخ یوسي، په داسې حال کې چې ګاونډی هېواد د ترهګریزو فعالیتونو د مرکز په توګه پاتې شي.

دغه دریځ داسې مهال څرګندېږي، چې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستی خبرواتري په استانبول کې ترسره شوې. دغې ناستې کومه څرګنده پایله نه درلوده. طالبانو د پاکستان له لورې د دې غوښتنې منل رد کړي، چې د افغانستان له خاورې څخه به د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د وسله‌والو ډلو د نه استفادې په اړه کتبي تضمین ورکړي.

طالبانو د خبرو د ناکامۍ لامل د پاکستان “غیر واقعي” غوښتنې یادې کړې دي، چې غواړي د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ګډون له خپلو پولو دننه فعالې ډلې کنټرول کړي. دغه دریځ یو ځل بیا دا ښووي، چې د طالبانو اداره د افغانستان له خاورې څخه د تروریستي ګواښونو په اړه د مسؤلیت اخیستو ته چمتو نه ده.

بلخوا، ډېر شنونکي طالبان په دې تورنوي، چې یا خو له یاغي ډلو لکه TTP سره نرم چلند کوي یا یې د کنټرول وس نه لري. پاکستان د تروریستي بریدونو له زیاتوالي سره، څو ځله اندېښنه ښودلې چې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو لپاره استفاده کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button