سياستمهم خبرونه

اسلام‌ آباد له طالبانو غوښتي چې پر پاکستان روان جګړه حرامه اعلان کړي

رحمت‌الله نجیب، د طالبانو د ادارې د کورنیو چارو وزارت مرستیال او د پاکستان سره د سولې خبرو اترو غړی ویلي، چې د وروستیو خبرو پر مهال پاکستاني چارواکو له طالبانو غوښتي دي چې د یوې دیني فتوا له لارې په پاکستان کې روانې جګړې «غیرمشروع» اعلان کړي.

نجیب ټینګار کړی چې دا غوښتنه د منځګړو له لوري هم ملاتړ شوې وه، ځکه هغوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پېچلتیا او حساسیتونو په اړه بشپړ معلومات نه‌لرل.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو د ادارې له لورې لېږل شوې پلاوي عمومي ډول له دې غوښتنې سره مخالفت نه‌دی څرګند کړی، خو ویلي یې دي چې د فتوا صادرول یوازې د طالبانو ادارې پورې تړلي دارالافتاء صلاحیت لري او هر ډول شرعي حکم به یوازې د اسلامي قوانین پر بنسټ وي، نه د نورو هېوادونو د فشار یا غوښتنې پر اساس.

رحمت‌الله نجیب یادونه کړې چې د طالبانو د ادارې دا مشروط ځواب ښايي د پاکستان له لوري د منلو وړ نه‌وي، او همدا نظر اختلافونه وو چې د خبرو اترو بهیر یې بې‌پایلې پرېښود.

وړاندې ویل شوي چې د کابل او اسلام‌ آباد ترمنځ امنیتي خبرې‌اترې په تېرو اونیو کې یو ځل بیا تېزې شوې دي، خو لا هم د اغېزناکو موافقو د ترلاسه کولو لپاره بریالۍ نه‌دي. د وروستیو خبرو بې‌نتیجې پاتې کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ ژور اختلافات څرګندوي، هغه چاره چې زیاتره بې‌ګناه وګړي یې دواړو خواو ته تاواني کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button