امنیت او پېښېمهم خبرونه

د ډیورند کرښې پر سر د جګړو زیاتوالی؛ پاکستان او طالبان د درنو تلفات دعوه کوي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ویلي چې د دې هېواد د وروستیو عملیاتو پر مهال د طالبانو د ادارې ۵۲۷ جنګیالي وژل شوي او ۷۵۵ نور ټپيان دي. د هغه په وینا، دغه عملیات د طالبانو د نظامي خوځښتونو په ځواب کې ترسره شوي او لا هم روان دي.

عطاالله ترار د جمعې په ورځ، د حوت ۱۵مه، ویلي چې په یادو بریدونو کې د طالبانو ۲۳۷ امنیتي پوستې ویجاړې شوي او ۳۸ نورې پوستې تر نیولو وروسته له منځه وړل شوې دي. نوموړي دا هم ویلي چې د طالبانو ۲۰۵ ټانکونه په دغو جګړو کې له منځه تللي دي.

له بلې خوا، د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ډلې د متقابلو بریدونو په نتیجه کې له سلو زیات پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. طالبانو دا هم ویلي چې د پاکستاني پوځ الوتکو د جمعې پر شپه د خوست ولایت ځینې ولسوالۍ په نښه کړي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو تأیید کړې چې د دغه هېواد د هوايي بریدونو په ترڅ کې د افغانستان دننه ۲۶ ځایونه په نښه شوي دي. خو د ملکي تلفاتو او زیانونو په اړه لا هم خپلواکې جزییات نه دي خپاره شوي.

پوځي نښتې د دواړو خواوو ترمنځ له یوې اوونۍ زیاتې روانې دي او د ډیورند کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. د جګړې دوام د پوله مېشتو خلکو د امنیت او بشري وضعیت په اړه اندېښنې راپارولي دي؛ هغه موضوع چې د طالبانو اداره تر اوسه د ملکي زیانونو د مخنیوي په اړه روښانه وضاحت نه دی وړاندې کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button