پاکستان د طالبانو ډزو ته د بېړني غبرګون خبر ورکړ

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولي په اوږدو کې د تاوتريخوالي له زياتېدو سره هممهاله، د پاکستان د معلوماتو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو د ځواکونو له خوا د ډزو په غبرګون کې يې بېړني او اغېزمن اقدامات ترسره کړي دي. له بلې خوا، د افغانستان امنيتي سرچينو ويلي چې د غچاخيستونکو بريدونو پر مهال لس پاکستاني پوځيان وژل شوي او د اسلاماباد پنځلس پوځې دښتې نيول شوي دي.
د پاکستان د معلوماتو وزارت په يوه اعلاميه کې ادعا کړې چې د طالبانو اړوند ځواکونه بې له کوم دليله د خيبرپښتونخوا ايالت په سرحدي پوستو ډزې کړي او دا کړنه يې يوه “ناسمه محاسبه” بللې ده. د دغه وزارت په وينا، د پاکستاني ځواکونو ځوابي عمليات لا هم روان دي.
يوې پاکستانۍ امنيتي سرچينې هم ادعا کړې چې افغان پوځيان له درېيو هغو سيمو شاته تګ کړی چې د متقابل بريد هدف ګرځېدلي وو. خو د افغانستان امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي چې دغه عمليات د دوی له لوري د غبرګون په توګه ترسره شوي دي.
د سرحدي سيمو د نښتو زياتېدل د ناامنۍ د پراخېدو او د سيمې د اوسېدونکو پر ژوند د هغې د اغېزو په اړه اندېښنې زياتې کړې دي. منتقدان باور لري چې د طالبانو اداره د سرحدي تاوتريخوالي په کنټرول او د جګړو د مخنيوي په برخه کې مستقيم مسؤليت لري، او د دې حالت دوام کولای شي د دواړو غاړو ملکي وګړو ته درنې پايلې ولري.




