پاکستان د طالبانو د درنو تلفاتو ادعا وکړه

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير عطاالله تارړ ويلي، د طالبانو د ادارې له ځواکونو سره د پولهايزو نښتو په دوام کې ۵۸۳ طالبان وژل شوي او ۷۹۵ نور ټپيان دي. نوموړي د دوشنبې په ورځ په خپل اېکس (پخوانی تويټر) کې ليکلي چې د طالبانو ۲۴۲ د تالاشۍ پوستې «له منځه تللې» او ۳۸ پوستې د پاکستاني ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
هغه دا هم ادعا کړې چې د طالبانو ۲۱۳ زرهي ټانکونه له منځه تللي او د پاکستان د پوځ د هوايي بريدونو له پيل راهيسې د افغانستان دننه ۶۴ ځايونه په نښه شوي دي. تر اوسه دا شمېرې د خپلواکو سرچينو له خوا نه دي تائيد شوې او د طالبانو اداره هم د اسلاماباد د دغو نويو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
بل لور ته، د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت د جمعې سهار ويلي، د پنجشنبېشبې د شپې په نښتو کې، چې د خوست ولايت د عليشېر ولسوالۍ په پولهايزو سيمو کې شوې، څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. دغه وزارت ادعا کړې چې د پاکستاني ځواکونو يوه پوسته هم په هماغه سيمه کې د طالبانو له خوا نيول شوې ده.
د دفاع وزارت وياند، عنایتالله خوارزمي، ويلي چې د ډيورنډ کرښې د اوږدو نښتو کې ۳۰ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي. د ده په وينا، د طالبانو ځواکونو د کندهار ولايت په شورابک ولسوالۍ کې د پاکستان يوه نظامي پوسته نيولې او وروسته يې په ماين الوزولې ده.
د طالبانو د ادارې چارواکي همدارنګه وايي چې د پاکستان پنځه نظامي پوستې د پکتيا ولايت د دندپټان ولسوالۍ کې د دوی لاس ته ورغلې او د دوی سرتېري د «توپ سر خوچکرم» او «انزرکي سر» پوستو ته ورننوتي دي.
د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې، چې له کلونو راهيسې د دواړو خواوو تر منځ د تاوتريخوالي سرچينه ده، په وروستيو ورځو کې زياتې شوي دي. د دغو تاوتريخوالو د زياتوالي له امله د پولهييزو سيمو اوسېدونکي د ناامنۍ او زياتې بېثباتۍ په اړه اندېښنه لري.




