پاکستان: د طالبانو د ادارې د مهماتو يوه زېرمه په پکتیکا کې له منځه يوړل شوه

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، د دغه هېواد ځواکونو د طالبانو د ادارې يو د مهماتو زېرمتون په پکتیکا ولايت کې له منځه وړی او هممهاله يې د جنوبي وزيرستان ترڅنګ يوه بله نظامي اډه هم په نښه کړې ده. د «دان» ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ، د کب په اتلسمه، ليکلي چې دا عمليات د «شاهين» په نوم اډه په پکتیکا کې هدف ګرځولې ده.
د راپور له مخې، ياده زېرمه د طالبانو د ادارې او د پاکستاني طالبانو د تحريک له خوا په ګډه کارېدله. دغه رسنۍ زياته کړې چې يوه بله اډه د جنوبي وزيرستان د شوال سيمې ته نږدې هم تر بريد لاندې راغلې ده.
د «دان» په راپور کې راغلي چې د دغو بريدونو په پايله کې د افغانستان د طالبانو جنګيالي او هغه ډله چې دغه ورځپاڼه يې «فتنهالخوارج» بللې، له سيمې وتلي دي. تر اوسه د طالبانو اداره په رسمي ډول د دغو ادعاوو په اړه نظر نهدی څرګند کړی.
له يوه اوونۍ راهيسې د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو د ادارې تر منځ نښتې روانې دي؛ يو کړکېچ چې د پوله دواړو غاړو ته د ناامنۍ د پراختيا اندېښنې زياتې کړي او يو ځل بيا يې د دواړو تر منځ د اړيکو د مديريت په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.



