
موږ له طالبانو ستونزه لرو، خو له بهرنۍ تجاوز سره هم مخالف یو.
پاکستان، که حالت يې ډېر خوشبینانه هم وګڼل شي، ښایي له افغانستان سره د هماغه چلند کوچنیه بېلګه وړاندې کړي چې امریکا وکړه.
امریکا په شل کلونو کې د افغانستان منابع تاراج کړې او په پای کې يې هېواد هغه ډلې ته وسپاره چې د افغانانو په وینه لړلې ده.
اوس نښې څرګندې شوې دي چې پاکستان غواړي د پوځي اقدام له لارې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او بېثباتۍ نوې دور وځلوي او داسې انګېرل کېږي چې دا به د امریکا په همکاري ترسره کوي.
په وروستیو ورځو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې د یو شمېر افغان ملکي وګړو د شهادت راپورونه ورکړل شوي، او که دا لړۍ دوام وکړي، بې له شکه به د افغان ولس له ګډو خاطرو هېره نه شي.
روښانه ده چې د پاکستان یو هدف د طالبانو اړ کول دي چې د اسلاماباد پر غوښتنو لا ډېر تسلیم شي.
اسلامآباد تر اوسه د طالبانو د له منځه وړلو یا جدي مقابله کولو کومه ریښتینې اراده نه ده ښودلې، او لا هم هڅه کوي دغه ډله د خپل نفوذ په کړۍ کې وساتي.
که د پاکستان اراده په رښتيا د ترهګرۍ ضد جګړه وای، نو باید له افغان خلکو سره مرسته يې کړې وای چې خپله له طالبانو سره وجنګېږي او د خپل برخلیک پرېکړه وکړي، نه دا چې د پوځي مداخلې له لارې معادلې د خپلې ګټې لپاره بدل کړي.
اسلامآباد په تېرو میاشتو کې سره له دې چې د طالبانو مخالفو مشرانو ته ځینې ژمنې ورکړې، خو عملي ملاتړ يې نه دی کړی. اوس بیا د نظامي تاوتریخوالي او ملکي زیانونو په دوام سره د افغان افکارو پر وړاندې خپله سیاسي څېره لا ډېره د قضاوت لاندې راوستې ده.
حتی که دا ادعا وشي چې دا اقدامونه د طالبانو پر ضد دي، له داسې تجاوزګرو کړنو سره ملګرتیا د هېڅ خپلواک افغان جریان لهپاره د منلو وړ نه ده.
موږ له طالبانو سره ژوره ستونزه لرو، خو له طالبانو سره مقابله د پاکستان پر تکیه نه کېږي.
سید احمد موسوي مبلغ




