امنیت او پېښېمهم خبرونه

پاکستان د طالبانو ۳۳۱ جګړه‌ګرو د وژل کېدو خبر ورکړ

د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیر عطاالله تارر اعلان کړی چې د دې هېواد د وروستیو پوځي عملیاتو په پایله کې، پر افغان طالبانو، تحریک طالبان پاکستان او له هغوی سره تړلو وسله‌والو بریدونه ترسره شوي دي چې لږ تر لږه ۳۳۱ کسان په کې وژل شوي او له ۵۰۰ زیات نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا، دا شمېرې د شنبې د سهار تر نهو بجو (د حوت نهمه) راجستر شوې دي.

تارر په هغه بیان کې چې په سوشل شبکه «ایکس» کې خپور شو، زیاته کړه چې د پاکستاني ځواکونو لخوا د طالبانو ۱۰۴ مرکزونه له منځه وړل شوي او ۲۲ نور مرکزونه د دوی تر کنټرول لاندې راوستل شوي دي. هغه همداراز ادعا وکړه چې په دغو عملیاتو کې ۱۶۳ ټانکونه او زغره‌وال موټرونه له فعالیت څخه لوېدلي دي.

د دې پاکستاني چارواکي د څرګندونو له مخې، هوايي بریدونه په داخل د افغانستان کې د ۳۷ سیمو په نښه کولو سره ترسره شوي دي. د پاکستان چارواکو ویلي، دغه بریدونه د ننګرهار، کندهار او پکتيا ولایتونو سیمې رانغاړي او هممهاله د پاکستان د چترال په ځینو برخو کې هم عملیات شوي دي.

دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان دننه هوايي بریدونو موضوع یو ځل بیا د ملي حاکمیت مسئله او د طالبانو د ادارې د ناتوانۍ بحث راپورته کړی چې د پوله‌ساتو په سیمو کې د وسله‌والو ډلو د کنټرول توان نه لري. منتقدان له وړاندې هم ویلي چې د تندرو ډلو دوامداره فعالیتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لا ډېرو ترینګلتیاوو لامل ګرځي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button